په بدن کي د کلسيم د کمښت نښې څه دي؟؟ د کلسيم د کمښت علتونه څه دي؟؟ د کلسيم د کمښت درملنه څه ډول ده؟؟

په بدن کي له 1.2 څخه تر 2.5 پاونډه پوري کلسيم موجود ده چي 99 فيصده د هډوکو په جوړښت کي برخه اخلي او پاتي يو فيصد يي په ټول بدن کي ويشل شوي چي مهمي دندي پر غاړه لري په دي بايد خبر يو چي کلسيم يوازي د هډوکو او غاښونو په جوړښت کي د برخي اخيستو پرته نوري مهمي دندي هم لري لکه د ويني جريان منظم ساتي د عضلو په فعاليت کي برخه اخلي او د عصبي حجرو تر منځ په ارتباط کي برخه لري چي د کموالی له امله يي د هډوکو د مشکلاتو پرته نور مشکلات هم رامنځته کوي

💐 په بدن کي د کلسيم د کموالي نښې#

1) د بدن دردونه
2)په بدن کي د سستي رامنځته کيدل
3) اشتها خرابوالۍ
4) د نوکانو ماتيدل
5) د خوراک په تيرولو کي مشکل
6) بې هوشه کېدل
7)د ذهن ګډوډي
8)په خپګان او اضطراب اخته کيدل
9) د غاښونو رژيدل
10) دهډوکو کمزورتيا او په اساني سره د هډوکو ماتيدل
11) په ماشومانو کې د ودې او انکشاف ځنډيدل
12) د زړه مشکلات لکه د وینې فشار او د زړه د نظم خرابوالی
13)د حس کولو د وړتيا خرابوالی

💐 د کلسيم د کمښت علتونه
* د کلسيم لږ مصرف خصوصا په ماشومانو کي
* ځيني درمل چي خوړل يي د کولمو څخه د کلسيم د جذب مخه نيسي
* د هغه خوړو نه تحمل چي په لوړه کچه کلسيم لري
* په ښځو کي هورموني تغيرات
* ارثي فکتورونه
* سوتغذيه
* د خوړو په جذب کيدو کي مشکل
* د ويټامين ډي کموالی
* ځينې ناروغۍ

💐 د کلسيم د کمښت درملنه
د کلسیم د کمښت درملنه اسانه ده. چي په غذايي رژیم کې د کلسیم په اضافه کولو سره هم د کلسيم کمښت په بدن کي پوره کيږي
په خپل سر د کلسيم درمل مخ خورئ ځکه چي له اندازي زيات کلسيم خوړل د پښتورګو د تيږو د رامنځته کيدو خطر لوړوي

په عام ډول کلسيم په لاندي نومونو په درملتونو کي د ګولۍاو شربت په شکل پيدا کيږي

+ کلسیم کاربونیټ، جي قيمت يي ارزانه ده
+ کلسیم سیټریټ، کوم چې په اسانۍ سره جذب کیږي
+ کلسیم فاسفیت، کوم چې په اسانۍ سره جذب کیږي او هم د قبضیت لامل نه کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *