‏له زندانه د ماه‌رنګ بلوچ ليک: زمونږ اصلي ځواک ګډ فکر او مبارزه ده؛ هت‌کړۍ، زندانونه، کوتک او وسلې یې نه شي ماتولی

‏له زندانه د ماه‌رنګ بلوچ ليک: زمونږ اصلي ځواک ګډ فکر او مبارزه ده؛ هت‌کړۍ، زندانونه، کوتک او وسلې یې نه شيماتولی

د بلوڅو د همغږۍ کمېټې مشره او د نادرکه کسانو لپاره غږ پورته کوونکې ماه‌رنګ بلوڅ له زندانه په رالېږل شوی ليک کې خپل ولس ته د لا ډېرې مبارزې، زغم او زړورتيا سپارښتنه کړې ده‌.

هغه چې د مارچ په ۲۲مه د بلوچستان پوهنتون مخې ته د يوه سوله‌ييز لاريون په ترڅ کې ونيول شوه؛ وايي، د خپلو حقونو او عدالت لپاره مبارزه کول د ګلونو پرځای د اغزو په لاره تګ ته اړتيا لري.

ماه‌رنک دغه راز وايي، د زندان په ورځې او شپې نه‌پوهېږي، له بهره هوا او رڼا نه ورسېږي؛ خو همدا چې خبره شوه له نيول کېدو وروسته يې ولس یوه شېبه هم غلی پاتې نه دی او د سختو حالاتو سربېره مبارزې ته دوام ورکوي، نو زندان کې یې هم حال ښه دی: « دا تياره خونه هم راته روښانه ښکاره شوه، د مور او بلوچستان د ازادۍ خوشبويي مې احساس کړه او سر مې له وياړه پورته شوه».

هغې له ټول ولس او ملګرو یې غوښتي چې زغم، حوصله او استقامت ولري او خپله مبارزه دوامداره وساتي: « زمونږ اصلي ځواک ګډ فکر او مبارزه ده؛ هت‌کړۍ، زندانونه، کوتک او وسلې یې نه شي ماتولی».

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *