د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار:طـ.البـ..،ـان نه مسلمان دي او نه هم زمونږ وروڼه دي

د پاکستان د لومړي وزیر پخوانی سلاکار مصطفی کهوکهر له طـ.ـالـ…،،،ـبانو سره د خبرو اترو لپاره د دغه هېواد د حکومت پر هڅو سخته نیوکه کړې او ویلي:« طالـ..ــبان نه مسلمانان دي او نه وروڼه.» هغه د نجونو د ښوونځیو د تړلو په ګډون د ښځو پر وړاندې د طالبـ..ــ.انو کړنو ته په اشارې سره ویلي چې دغې ډلې د اسلام څېره بدنامه کړې او دغه مبین او ښکلی دین یې مسخره کړی دی.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره میاشت کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان له سفر وروسته دواړو لورو په افغانستان کې د تحریک طالـ…ــ،ـبان پاکستان د پټنځایونو، د ټرانزیټ او اقتصادي مسایلو په اړه د خبرو د بیا پیل لپاره منډې رامنډې راپیل کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *